د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

سپرغۍ د مینې

‎يو ځای شو موږ د ميـنې پـه سپـرغيو پسـې ســر شـو
‎د زړونــو پـه هـنـدارو کې راټـول لـکـه د لـمـر شــو

‎يــو نـوی يـون راپـيـل او کـړو ويــده زړونـه بـيــدار
‎تيارې نور تر شا پريږدو شو یو لاس او ورته سپر شو

‎ځـلانـده جام را ډک کړو مـحبت خـوږې چـيـنـې نـه
‎د جــل وهـلي نسـل تـنـده مـاتـه کــړو سـاغــر شــو

‎د غرونو سر کې واورې سره يو ځاي لاره باسې
‎لختي، ویالې، دریاب به شو يو ځاي تر سمندر شو

‎نغمه د عشق خوره کړو پـر ګلشن وږمـه عطـريـنـه
‎ملـي فـکر راپـورتـه کــړو د ژونـد نـوی ډګــر شـو

‎ خيال نوی انـداز نـوی بیل فکرونه سـره يو کړو
‎وحـدت جوړ د يـووالي کـړو بـيلـتونـه رابـهر شـو

‎ودانه هله خاوره کړي عالـم هـڅـاند ځوانـان مـو
‎په نوي ځواک که يو شو نو را جوړ به ستر لښکر شو

‎نړی په نوي يون ده موږ د پاڼ پر سر ولاړ يـوو
‎په کلک اوسپنيز هوډ به پاس تر هسکه برابر شـو

د شاعر نور شعرونه ←