د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

د ښکاري چارې

لاره سخته ټکـنۍ ده پسې ځـغــلـو
د ښکاري چارې نور نه دي د زغملو
لا د ژونـد مـېنه مو هسې کنډواله ده
خوږ ګوګل کې مو زړه نه دی د کتلو
د پامیر پر څوکه شین اسمان په لور یوو
څـوارلسـمې سپـوږمۍ ځـل تـه د ورتـللو
د تدبـیر لـرونکي مـشر پـه لـور یون کې
د تـور ذهـنـو پـه لاسـو کې ښکیلـیدلو
د مـلالـې پـه ټـپـه باندې خمار وو
د کــونـړ ســین تـر اټـک وبـهـیـدلو
رابعه په رانجو ستـرګې توروي بـيا
فتـح خـان د بـري بـرج ته وخــتـلو
غجرۍ سپینه د غاړې غاړکۍ شوه
د کابــل پـیـغــلو تـنـدی و ځلـیـدلـو
زلمي پیغلې د تعلیم په لوي غورځنک دي
دوکــه مـار مـلا بـنـسټ ولــړزیــدلـــو

د شاعر نور شعرونه ←