پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
لمبه
ډير هم په شیانو او بنیادمانو اتبار مه کړه !
او هغو لاسونو ته هم مه مسکیږه
چې تاسره د تل له پاره د پاتې کیدو ژمنې کوي
او د سهارونو تکې سپینې خنداګانې هم ترتله پورې نه وي
ګلان مري
بارانونه هم همداسې وریږي
وروسته وچیږي
او ستورو ته هم ډيرې لارې معلومې دي
چې څنګه خپل ځانونه پکې ورک او خاموش کړي
او خبرې هم ډيرې وخت یوازې د شونډو او د ژبې په حرکت پورې تړلي وي
او له زړونو نه راپورته کیږي
کلمات هم لکه بنیادمان کیدای شي هره شیبه بدل شي
او سترګې
ټولې نه
یوازې ځینې سترګې دي چې رازونه ساتي
ډير باور نه دی پکار !
او دنیا هم یوه ماشومه ده
ستا ډير قیمتی شیان ورته د څو شیبو د پاره ښکلي وي
وروسته یې یا ماتوي او یا یې لکه شګې بادونو ته سپاري
په دې بې ثباتۍ او ناکرارۍ کې
یوازې عشق دی چې په خپل حال پاتې کیږي
او لکه د اور هغه لمبه چې د بادونو په څپیړو کله دا خوا کله هغه خوا کږيږي
خو مړه کیږي نه !