د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

راشه اې وږمې د سهار

راشه اې وږمې د سهار
پورته مې له خوبه کړه
پټې د زړه تل کې مې
ويدې هيلې بیدارې کړه
پاکه ـ مې ـ د ـ ذهن
دا ـ زنګينه ـ اينه کړه
يو ـ څپه ـ د ـ مينې
پر ـ احساس ـ مې
را ـ خپره ـ کړه
درد د خواخوږۍ باندې
مې ـ ولړزوه ـ زړه
پورته انساني احساس مي
راوړه ـ تر ـ لیمه
نور چې نه زورومه
دغه ځواک راکې پيدا کړه
يو ـ سپيڅلې ـ ‌ذهن
او احساس راکې پيدا کړه
پرانيزه ـ ليمه ـ مې
د ښکلا ـ پر ـ نازکیو
خوږه ـ مې ـ پرې
د ژوند هره شيبه کړه
راشه اي وږمې د سهار
پورته مې له خوبه کړه

ژوند کوم په ژوند کې مې
جزبه او ولوله نه شته
ساه اخلم په ساه کې مې
د مينې نښانه نه شته
ژوند د انسانانو
بې ارزښته بې سروره شو
ګوت ګوت د نړۍ کې
د غم درد يوه دوړه شوه

راشه اې وږمې د سهار
پورته مې له خوبه کړه

کړنې د انسان
لا ويرونکې غم لړلې دي
پوهه يې ژوندون ته
بربادي ده او زيانمنې دي
ورځ تر بلې ويره ده
په هر لور د نړۍ خپره
زيږې وحشتونه، ځناوريې
ترولي دي
ډير نازک خيالونه يې
په اور کې سوزولي دي

راشه اي وږمې د سهار
پورته مې له خوبه کړه

د شاعر نور شعرونه ←