د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

د کونړ ښايستونه

د کـونـړ د ښـايستــونـو نـظـر مـات شـــو
تـر اسـمـانه پـورې لـــوړ غـــر ښــويـدلی

زرغـونـه ښـکلې دره کـې ماتـم جــوړ شــو
نـن سپيـن غــر تـر نـورستـانـه لــړزيـدلـی

شـنې څـيړۍ او لـوړ نـښـتر تر لانـدې کلي
زمکې چاود ګوګل دی خوږ ژوندون خوړلی

مـور تـوده غيـږه کې ووړ ماشوم ويـده و
نـاـڅـــاپـي جــټـکـې بـدن يــې نـــړولــی

ناوې سـره جوړه کـې تـاوه په کفن شـوه
زوم ته يې لاره وه څارلی ژونـد بايللـی

د تنـکيــو شـــاه زلــميـو جـنـازې شــوې
زمکې تـل ته دی هڅاند زړه غورځيـدلی

پـه يـوه شيبـه ژونـد سـر وخـوړو تــم شـو
درد له مـشره دی تـر کـشـره چــورلیـدلـی

شنو طـوطـيانو تـه هـوا شوه بوګـنـونـکې
لوړو غرونو نـه هـر بـاز دی تـرهـیدلــی

چې هیـواد کې له هر لـور د مرستې غږ شو
خـــواخـــوږۍ سـ-ره يـووالـی غـزيـدلــی

محـبــت، ميـنه لـه ســره پــنځــيـدلــې
اوس دا زيـری د سـهار رڼـا تـه تـللـی

د شاعر نور شعرونه ←