د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

د زلزلې ناورين

کله سر مې ستا په غيزه کې مات شوی
پر اغزنو لارو ژوند مو ميرات شوی

د کـنړ غـــرونـه له ظـلـمـه نــاکــراره
نن راپورته شول پر ما يې کسات شوی

د ماشـومـو سلګکـيـو يـو نـاوریـن دی
زلزله کې د زړه کور مې ويجاړ شوی

د کونړ د غرو لمن کې زرکـې ژاړي
سندريز غـږ کـې د وينو ابشار شوی

يـو پـر بـل د لوريـنې ځواک کمزوری
چې د لوي خـالق له دره یې څـار شـوی

رب(ج) په درکې بينوا پاتې هر دم يوو
هـر کـرم يې له مـوږ تللی بيزار شـوی

د ظــالم ظــلـم تـه ټـيـټــه مـلا ولاړ یــوو
سرې ګوليو کې ژوندون مو لا خوارشوی

شـول کلونـه د کـنـړ سمسـور ځـنګلـونـه
تـوغــنـديـو پـر لمــبو دونـدوکار شـــوی

اوس د زمکې په ګوګل کې سره لمبه شوه
له ډيـر تـاوه يې پـه يـون کـې اغـاز شـوی

دلـتــه سیـنــد هـم ژړيـدلی پـه فـغـان دی
ګـټـه نه شته په کې هر لـور ناتـار شـوی

پـاکه ربـه ستـا لـه قهـره امـان غــواړو
خپل ارام خوږ طبيعت راتـه قار شوی

ستـا د مهـر لوریـنې تـه ډيـر اړ يــوو
په نومونو کې چې نوم ستا ستار شوی

د شاعر نور شعرونه ←