د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل

ماښامه د خمار غوندې يو کس دی زما خوښ دی

تۀ نورې کیسې څه کوې خو بس دی زما خوښ دی
چې خپل مې شي چې خپل يې شم دا نه ده زما وس کې

ملګرو زما دومره پورې وس دی زما خوښ دی
بې حسه بې سېواده دی په شل ځايه تقسيم دی

خو څۀ وکړم هم دغه مې اولس دی زما خوښ دی
دا جسم چې په يو ځای راټول شوی دی هم ښه دی

دا زړه چې په دې جسم کې تس نس دی زما خوښ دی
ممتازه ما ګلاب وه ورلېږلی چې يې خوښ وه

ممتازه رالېږلی يې واپس دی زما خوښ دی

د شاعر نور شعرونه ←