د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

ستا د یاد پر سره سکروټه

ستا د یاد پر سره سکروټه مې دا حال شو
چې مې خپل ګڼه، هغه مې زړه بې زار شو

د فکرونًو ازادي مو برمته شوه
دا بندي مارغه د خیال مو لا ازار شو

د پردیو ، د بدرنګو سوداګرو
په دام کښیوتو، د لړو دو ندو کار شو

د ښیګڼو او د ګټو په لور یون کې
شاته پاتې یوو د لارې پر سر خار شو

د ځوان نسل مو کوډۍ میراته شوې
د تور زړو حاکمانو په لاس خوار شو

د مالي په لاس د بڼ بوټي وچیږې
د رڼا پر ځاي تیاره شوه تور ښامار شو

د علومو بنسټونه یې ویجاړ کړل
پوهنتون کې نن ساینسي علوم لتاړ شو

د نړۍ د پرمختګ په لوړ عروج کې
د افغان بچی تیارو ته راګوځار شو

د شاعر نور شعرونه ←