د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

د وطن لور يم

سپيـنه سپوږمۍ به شم د هسـک زړه به راوځلوم
پـر خپـل پـټي به شم زرغونه، بيا به يې وغوړوم

د ګران هيواد پر سپيره دښته به ګلان راشنه کړم
په خوب ويده به کړم بيدار غوږ ته به يې ورسوم

د وطن لور يم غږ مې ځي تر لوړو غرونو رسي
چـاپـيريـال ټـول راښـورومـه ژونـد بـه وپـنـځــوم

پـه تـورتـمـنو کې ايـسار ولـسـونـه پـورته به کړم
زه مـې ټـولـنـه کـې د مـور مـقــام بـه وارځــــوم

نـړۍ کـې هـغـه هـيواد هـله پرمختګ کـړی دی
عــالـمـې مـور چې کـړه پـالـنـه، دا بـه ورڼـــوم

که دوزخي ملا تر اوسه کړي د درواغو فتوا
د خـپـلې لــور د پـوهــاوي لاره بـه ورغــــوم

هر کال ځـنـډيـږي ښـوونځي راتـه تړلي ساتي
د تــيـارو دا خـپــرونــکي، بــه راوتــمـبـــوم

څوک چې زما دا نوی نـسل په تـيـارو ډوبـوي
مخه به يې ډب له دې نادودو به يې را ګرځوم

د ولس د زغم ججوره نوره ډکه شوې ښکارې
د پیوسـتون پـه يـو لـوي غـږ بـه يې راوهڅوم

د شاعر نور شعرونه ←