د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1694 شاعران11101 شعرونه
عبدالرحمن پژواک

صحرايي گل

نه پوهېږم پکتيا يا ننګرهار کې
ارغنداو يا د هري رود په کنار کې
په بخدي کې نېسايا يا زرنکا کې
کاپيسا کې په واخان يا لمپاکا کې
آريانا کې د سوما تر څنګ يو ګل و
چې آشنا نِه د بورا نِه د بلبل و
پسرلي ته يې خوله وازه په خندا کړه
چې دا زه يم چې ښايسته مې دا دنيا کړه
پښتون قام ته دا زما يو خبر يوسه
چې له راز د ژوندانه نه خبر اوسه
چې ګل نه وي پسرلي کې ژوندون نشته
هماغسې چې نن نه وي پرون نشته
که ژوندی وي تل بهار دی دا جهان
د ژوندي دپاره نشته دی خزان
لږ ژوندی شه سر د کاڼو نه بهر کړه
د دنيا په غوړېدلي باغ نظر کړه
پسرلي کې هغه ګل چې بېدار نه دی
پسرلي کې هم خزان دی بهار نه دی
کوم يو ګل چې ګلخانه کې پرېوتلی
په هر فصل کې تازه دی غوړېدلی
له دنيا نه ګلخانه جوړه کړه ځانته
نظر مکوه بهار ته او خزان ته
*

د شاعر نور شعرونه ←