د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

پر ورکو لارو سر يوو

خـواره واره خـيالـونه مـو د شپـې راټــولـوو
د شنـه اسـمان په ستـورو کې دانـې راټـولـوو

ميېنې ښکلا ايزې شيـبې يـې لـه مـوږ يـوړې
پر ورکـو لارو سر يوو اصلي موخې ورکـوو

حسينې خوږې سترګې خدازده چرته پټې شوې
نــږدې د زړه مـرانـدې هـسـې خــوشـې لـټــوو

نړۍ مو د ځان نه کړه، د خـپلو غیږ شوه تـنګـه
کوم چا چې يوو سیځلې د هغوي در کې غورځو

د ژونـد پـر بـسايـنـې او پــښــو خـپـل دريـدنــې
تر اوسه مـو زده نه کړ، ځکه هر لور ته پرځـو

فـرهـاد او د شيـرینې مـينـتـوب باندې بـاور وو
چې ومـو بايلود اوس د ذليلتـوب خــواتـه ورځو

مــلالـه هـيـره شــوې حماسه ژوندۍ کوې
ناهيد ته يې اواز کړ، چې خپل ولس نور پاڅوو

د شاعر نور شعرونه ←