افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
څـو ورځـې نـور هم انتظار وکړم که څه وکړمه
که د خپل حال ورته اظهار وکړم که څه وکړمه
دنیــا زمــا ســـره یــــوې لارې تــه نـــه جوړیږي
څـــه وکـــړم زه ورسره لار وکړم که څه وکړمه
پـــه مـــوده پس راغلې حجره د میلمنو ډکه ده
تنــور لمبه کــړم که سينګار وکړم که څه وکړمه
چــې د تــوبــې دا دروازه بـــه واقعــــي بندیږي
ناصــحـــه وار وکـــړم تلوار وكړم که څه وکړمه
دا ځلــې بــیا جـــانان د بل سپرلي وعده کړیده
غـــــره! چې بیا پرې اعتبار وکړم که څه وکړمه