د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

د زلفو تار مې

‎د زلفو تار مې پراور وسوځـيـد را وغورځـيده
‎د زنې خال نه مې ايرې را تاو شوې وسوځيده

‎مـا د جـانـان د کـور تـر مخــه کشمالي وکـرل
‎د رقـيبــانو پـه لاس وچ شـول را ونـه ټـوکـيـده

‎د عـشـق سنـدره د وطــن بـه مــو په جـار ويـلـه
‎د تور دوښمن په لاس زندۍ شوه چا وا نه وريده

‎د ميـنتـوب لاره وريـښمـيـنه بـخملـيـنـه وه خـو
‎د مينانو پر پښو سور اور شو پرې وسـوځـيــده

‎ نږديتوب رنګ مو د کارغانو په مخوکو کې لاړ
‎کـرکـه راپـورتـه شـوه د ستـرګـو رڼـا وتـښتـيـده

‎نن د هـيـواد فـضــا ساتـنـه هـوابـاز بـه کــوي
‎ملا ساينسي علم حرام ګـڼـي ، پـرې و غـمـيده

‎اوس له ګاونډه ټپوس پورته دی پرموږه بلوسي
‎د مـیـړنـو کـاروان راغـونــډ نـه شـو ونـه رسیده

‎د کابـل پـيـغــلې تـر آټـــکه زلــفــــې وغـــوړوي
‎بیا ښـکته پورتـه مـو ځوانان سره را وښوريده

د شاعر نور شعرونه ←