پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د هاجرې حرکت څو څلوریزې
سهارنۍ دوعا
د سهار سپیده چاود دې ښه رنګین شه
ماښام او مازدیګر دې ګلورین شه
د ګلو په ټلونو کې دې شپې شه
د ژوند دا ټول ماحول دې عطرین شه
زړه ژوندی مینه لا ډیره
ته چې راشي ښکلا ګانې شي برسیره
د سپوږمۍ رڼا اسمان نه شي چاپیره
د خوښۍ شیبو کې نوې ولوله شې
ستا راتګ کړي زړه ژوندی مینه لا ډیره
ستوري ځلیدل
که ستوري ځلیدل ما او تا ونه لیدل
چې زمکې ته لویدل ما او تا ونه لیدل
نړۍ په پرمختګ، عراج په ستر بدلون کې
خیالونه ښکته تلل، ما او تا ونه لیدل
په شا نهشې!
ګوره مینه کې لهمانه په شا نهشې!
چې خبره کوې، سپینه رسوا نهشې
هسې نه چې د پردي دلاس غرګی شې
راګـوځار محـبوبې زړه ته رسا نهشې!
سیلۍ الوځي
شي سيلۍ راشي راوسپړي یادونه
تورو غرونو په سر والوځي بادونه
ځوانانو د ژوند لار که یې ټکنۍ کړه
لا زلمو هوډ مو ډیر لوړ دی هم خیالونه
د خپلې ارادې جذبه
د زور او جبر مـنځ کي له اختیاره نه وتلې ده
زموږ خود اراديت جذبه له برمه پريوتـلې ده
موږه یې په پورته لټوو خیال د اسمان لرو.
د خیال مرغۍ مو ښکته تاترین ته غورځیدلې ده