د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

د وعدې ځاي

‎د وعدې ځاي تـه چـې رانغـلې، انـتـظـار اوږدیــده
‎اسمـان لــمنـه وه سـره کـړې، مازدیـګـر تـیـریـــده

‎ چــپـنـه زیـړه طــلایې د مـنـې، پـه ټـولـیـدو وه
‎ونـو تـنـې یـې لــوڅــولـې، پـرې سـیـلۍ سـولـیـده

‎زړه کې مې ټک وشو، وعده دې هیره کړې نه وي
‎پـردي وطـن تـه وي روان، چـې پـرما غـم وریده

‎د کلي اړخ ته د خونه، د ونې پانې مدام شـنـې وې
‎لیـکلـی نـوم مې، ستـا له نـوم سـره جـوړه ویلیده

‎د غره پر سر رڼا وه، د شپونکې شپیلۍ کې تـتـه
‎ میېنه یې، بـل تـه ودیـده د غــم پـه ویـر ژړیــده

‎تـل د نـیمګړو ارمانـونـو پـه مـالــت کـې اوســـو
‎د میـنې درد رانـه چاپـیـر وی،حال و نه سـمـیـده

‎دا وران حالات جوړ خپل تړون راسره تل غځوي
‎هوسۍ زموږ په څیر تیندک خوري له کمره لویده

‎برخلیک مو ګوره له هوسۍ سره اوس یو شان ښکاري
‎چې ګاونـډي او نـړیـوال مو پــه ښکار نـه سـتـړيــده

‎ملا حاکم شو سترګې پټې شوې غوږونه کاڼه
‎د پـــو هاوي څرک او رڼـــا نــاره و نه رســیــــده

په لوي لاس اخلي د هیواد ځواک مو پر ملا ماتوي
پوهې او علم ته یې بې برخې کړو لا غم ډیریده

‎داسـې اوتــر او بــې بــاوره ســره لــرې چــې یــوو
‎بــيـا د ځـیرک شيطان د غشې وار پر موږ لګـیـده

د شاعر نور شعرونه ←