افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
په ولاړو پښو وچ شو نیال د ګل
هیڅ موسم،هوا وانخست حال د ګل
له لاسونو غورځول یې دی اوبال
معشوقه یاره لري مثال د ګل
ښا!لالی ښایې چې څرنګه ښکاریږي؟
څوک به څه تعریفوي جمال د ګل
ترجمه ده د شیرین خدای د خلقت
شبنم ږدي په سُرکو شونډو خال د ګل
“کریمي” څه دی او څنګه حال کې دی
تازه پاڼې رژوي شمال د ګل