افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1789 شاعران11101 شعرونه
هغه راځي
او زه هم یو وخت مین وم
ټوله شپه له مړو ډیوو سره به یوځای ژړیدمه
آن تر دې چې د شرابو په پیالې
دا خپل لاس به مې کړ زخم
او په وینو یې هرځای په دیوالونو
د یار نوم به مې لیکلو .
او د شپې به مې د کور ټولې کړکۍ
له مخې خلاصې پریښودلې
ګوندې باد مې سوې چیغې
لکه سوې سوې پاڼې د غاټولو
ستا تر کوره پورې دروړي
نو زه هم یو وخت مین وم
خپلې اوښکې به مې شپه کې
د تیارو په تور دسمال غوټه کولې
ځکه مینه
بنیادم ماشوموي
او مانه غوښتل زما په ماشومتوب خلک خبر شي
دادې ډیر کلونه تیر شول
او اوس هم چې ډیوې مړې شي او تیارې شي
سوچ کې لاړ شم
وایم اوس هغه راځي
زه پوهیږم هغه بیا نه راستنیږي
خو د شپو او د تیارو
دغه فریب مې ډير خوښیږي