افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
یو خوب و بې تعبیره
یو څوک راځي ما خوب کې خوځوي بیا رانه ځي
په زړه راته لاس ږدي مـا خـبروي بیا رانه ځي
دا سـري مـاښام ځـکه آیاتونه په ځـان وایم
راځـي مـا تخـنوي بیا ویروي بیا رانه ځي
دا ټول خلک رانجه کړي یو دا زه یم پکې اوښکه
څـو وارې مـې له سترگـو تويوي بیا رانه ځي
په څـه خـوارۍ را ټول کـړمه اوتر اوتر خیالونه
دې راشي بس هر څه راته شیندي بیا را نه ځي
په نیمه شپه کې راشي غاړه راکړي مخ مې ښکل ګړي
( آرینه) خـلک هـم نه خـبروي بیا رانه ځي