د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
مصطفی آرین

غزل

بیگاه د بزم په محفل مې فنکاري کړیده

چې هم مې زړه بایللې هم مې دلداري کړیده
خدایه ما او تا په ګډه څومره ښه کارونه کړي

چې تا جوړ کړې ده او ما یې شاعري کړېده
خوب مې لیدو چې کینه ګر جنت ته نه پریږدمه

ما د جنت د دروازې پیره داري کړیده
چې هم خرما شي هم ثواب شي پرې روژه ماتوم

ما ستا د شوڼډو په پیرزو روژه داري کړیده
آرینه خود به دصلاح پله نه پخیر تیریږو

ما د کفارو سر زمین کې دینداري کړیده

د شاعر نور شعرونه ←