افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1789 شاعران11101 شعرونه
یو بې جوابه سوال
اې آسمانه ته به څه کړې ؟
چې دې لمر له سینې لاړ شي
چیرته لیرې
د یو چا د کاله چت پورې
راځړوند لکه څراغ شي
د زړه کور دې
هغو تېرو رڼاګانو پسې وران شي
یا
هغه ګل چې د زړه ګل ته دې اوبه و
له پګړۍ څخه دې والوزي، مرغۍ شي
ورسره دې نیمایي ځیګر
په پڅې چړې پرې شي .
او
ستړیا دې په اوږو
لکه لوند څادر درنه شي
او ژوند دې خپل تصویر
درته ټوټې ټوټې ښکاره کړي ؟
آسمان وویل
درد ! هیڅکله له انسانه نه ورک کیږي
درد فقط خاموشه کیږی
وروسته بیا دا خاموشي
په یوه بې ځوابه سوال باندې بدلیږي
بنیادم په دې محکوم دی
چې دې سوال سره ترمرګه وکړیږي