پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د افغانې مور په اه کې
تور پنجابه سره لمبه شې افغانې مور په اه کې
تور سکاره خړه ایره شې، افغانې مور په اه کې
تر پنځوس کلونو رسې سوځوې اونړوې مـوږ
نړۍ له نقشې ورک به شې افغانې مور په اه کې
وار به راشي خیر دې نه شته، بچو له غچ و قهره
شې لوخـړه به هـوا کې، د افغانې مـور په اه کې
ستا هر ظلـم ناروا خو، ليک شوه کرښه پر ډبره
د تاریخ سینې تـه پاتې، افغانې مور په اه کې
تر راتلونکې نسل رسي، دا ستا توره کارنـامـه
غـچ به اخلـې لـتـا ګـوره افغانې مـور پـه اه کې
ته چـنګـیـز د زمـانې، له هغه هـم خونـړی يـې
شې رسوا لکه ابلیس به، افغانې مـور په اه کې
د تنکـیـو ماشـومانو ویـنې څښـونکی بـرماڼـو یې
اور لړونی د سره اور يې، افغانې مـور په اه کې
ورکیدو ته نږدې کیـږې تا مـیږې وزرې کړې
کرایـې قاتل برباد يې، افغانې مـور پـه اه کې
دې خاورې له ازاره چا بازار میندلی نه دی
تالانګر دی سر خوړلی افغانې مور په اه کې
لر او بر دې سـوځـولی هـر افغـان دې تـلولی
د نيستۍ پر لور ښوريږې افغانې مور په اه کې