افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1789 شاعران11101 شعرونه
دیوال
ــــــــ
کاشکې
له چړې !
څخه نور هیرشي
چې
د مرغانو شنې مرۍ څنګه پرې کیږي
کاشکې
له ټوپکه ! څخه هیرشي
د یو چا مسته سینه کې
د یو چا د ښکلو سترګو خوږ تصویر
څنګه شنه لوخړه کیږي
کاش !
له توغندي شي
د دې خلکو د کورونو لارې ورکې .
زه هروخت !
یو سرتیری وینم خوب کې
چې یې ګل وي
دټوپک میل کې کرلی
او په ځمکې باندې شیندي
د سپرلي د مخ رنګونه .
هو !
کاشکې کې مې د خوب او د رښتیا ترمنځ
دا دریدلی دیوال وران شي