افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
نوی کال
نثري نظم
تر اوسه زه نه وم خبر چې زما دښار په سرکونو روان خلک دڅه په فکر کې دي ؟
دهغوي په شونډو ولاړ پاړونه ما نه شول ژباړلی
ما دهر دويم سړي
په سترګو کې يوه ژوره اندېښنه لېدله
سوالونه ډير و
او ځواب ؟
نو مونږ دڅه دپاره ځواب لرو ؟
مونږ خپل ځانته دخپل ځان په اړه ځواب نه دی ويلی
نو د ښار په سترګو کې سوالونه
زه څنګه ځواب کړم
زه نه پوهیدلم
چې مونږ ولې دموسمونو بدلون ته خوشاله یو
آیا زمونږ دزړه موسم بدل دی ؟
او که خلک هسې دګوتو شمېرلو ته
دنوي کال نوم ورکوي
که داسې وي نو بیا به مونږ
خپل نوي کال ته په انتظار پاتې شوو
ځکه چې
زمونږ دزړه موسم بدل نه دی
۲۰ـ۳ـ۲۰۱۲ کابل