افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
خیالونو کې تېرېـږي ستا یادونه غلي،غلي
له سترگو مې ورېـږي بارانونه غلي،غلي
ما نه گڼله دا چې بیا به نه وي دیدنونه
چې بیا کله پېښېـږي دیدنونه غلي،غلي
هم ځان ملامت بولم هم پوښتنې لرم ډیرې
فکرونه نه رسیـږي کتابونه غلي،غلي
بیا دور شو د پگړیو بیا یې ویره له ټیکریو
پر نجونو ناروا شول سبقونه غلي،غلي
د سرو جنډو کیسې مې اورېدلي، شنې رایادي
اخ! څنگه یې برباد کړل څو نسلونه غلي،غلي
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن