افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
غزل
پاڼې دې مه غوړوه، ګله په دې
غم مې د زړه کمېږي کله په دې
چې تر اخيره به احساس نکړې ما
زه پوهېدمه، له اوله په دې
تا ته چې خاندي اوس په کوم يو عادت
ما نه خفه شو، څو څو ځله په دې
دي په دې لار کې، د نغمو قاتلان
پام کوه مه راځه، بلبله په دې
کومې خبرې چې اشنا کړئ تاسو
موږ بېګانه شوو، يو تر بله په دې
ستا ارادې چې دم په دم بدلېږي
تګ نا ممکن دى، تر منزله په دې
زړه دې خواستګار د شمائلې نه ٶ
خپله ګناه اچوې، څله په دې