افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1789 شاعران11101 شعرونه
توره نقاشي
توره نقاشي
! راشه
ددې پټه خوله تورکاڼي
د تنهايی په سرې قالینې وناڅه
د سترګو او لاسونو
په دې ناز ناز حرکاتو
یوه ښکلی
او وحشي سندره جوړه کړه
په پستو پستو ګامونو
! غزلونه
لکه پاڼې د نرګیسو
ژیړې ژیرې په هوا کړه
! پریږده
چی زلفې دې دا شپې
تردې نورې هم تیارې
او
تکې تورې نقاشی کړي
تک شین غږ دې
هغه چاته د نجات خوږه کشتۍ شي
چې د ژوند آخري هیله یې دریاب کې ورکه شوې
وناڅه
وناڅه
کټ مټ
لکه باد چې
د غنمو کروندو کی څنګه ناڅي