د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1789 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

د طبیعت په غیږ کې

د طبیعت په غیـږ کې شـنـه پـلوشـه وځغـلـیــده
د پـسرلـي د یـون پـیـغام پـه کې را وځـلـیــده
له شنه اسـمانـه تـورو وریځـو غیږ چاپیره کړله
بـاران تـوده شيـبه د ځـمـکې مـخ تـه ورسیــده
موسمي ورښت پر طبیعت ژوندون له سره پیل کړ
انـسـان لـه کـړنـو بـیــا دا ټـولـه دونـیا ولـړزیـده
د محبت او مینې ځواک د کرکې رنګ کې ورک دی
له مـرګي ویـره د هــر زړه پـه کـور کې وتـلــیــده
چـې د هـستۍ پـه سټـولـو کې یـې لاس بـریـږي
دا ککـرۍ د بـنـیــادم لــه نــومـــه ونـړیـــــده
د پـر مخـتګ لـوړتـیا یـې اوس ځانـته پیغور ګټلی
د دوي ذهــنـونــه لا واړه وو نـــړۍ وغــــمیــده
سهارنۍ پرخه چې ګل پر نازک مخ پریـوتـه
بورا مخوکې تـه شـو زهـر په کې وڅڅـیـده
انساني ژوند خټه الله (ج) له خوا د مینې په نـوم
د محبت قانون ته یې شا کړه چې ترې وشړیـده

د شاعر نور شعرونه ←