د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1785 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

ماښام پر بڼو سره بڅري

پـراته مـاښـام پـر بڼـو سره بـڅـري
د ارمـانــونـــو ســهـــارونــه ســـوي

د ولس غوږونو کې پلتـې ایښې دي
لــه نــوي نـســـل بـاورونــه تــلــلـي

نړۍ روانـه مـخ پر وړانـدې درومې
زمـوږ پـر خـاوره وحشتـونـه ځغلي

د مور په لاس کې سپین څراغ د علم
ټپـوسان ور وړي د تیارو تـور سوي

چې پلرنۍ ځمکه کې ومـنجیږي -۱
پردو چوپړ کې پر هوا سپک خلي ـ۲

ښـوونـې لار تــورو تـیـارو نیـولې
لـمر لـه ځلا نـه لــرې دي وګـړي

ازادۍ ګـام پــورتـه کـولــو پـه پـار
غـرونه راغـونه انتظار کې ستړي

د هسک له زړه به راڼه ستوري اخلي
میندې په یو غږ سره ټول کړي ژڼي

ځواک یې بیا ځمکه اسمان ولړځوي
پیغلې زلمي به ستر بدلون را سپړي

د اوښتـون او د پـاڅـون پـر خـاوره
بدلون نارې ته ژر ځوانان راځغـلي

۱ – وغوړیږي، و پالل شي
۲ـ وچ نری ډکی

د شاعر نور شعرونه ←