د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
ښکلا سحر

غزل

لکه په توره شپه کي رنګ چي د سهار لټوي
داسي مي زړه په مړاوي روح کي اعتبار لټوي

که د حالاتو په صحرا کي تنده زیاته سوه نو
زموږ همت د کاڼو مېنځ کي هم آبشار لټوي

چي دخپل ننګ په قیمت اخلي راحتونه دلته
زموږ غیرت په داسي خلګو کي خپل عار لټوي

د چا د جبر په تیارو کي به زندۍ نه سي نور
حق چي په خپله ژبه باندي خپل اوزار لټوي

دلته د چا له خولې د میني توري نه را وزي
هر یو سړی د بل په عېب کي خپل وقار لټوي

چي د سبا د سپېدو زېري په هر لور خپروي
ښکلا! دژوند په هر یو ګام کي نوې لار لټوي

د شاعر نور شعرونه ←