د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي طاير ځلاند شعرونه

غزل

پرې مې نه ږدې زما یاره لکه لاره
راسره ګرځه په لاره لکه لاره
اندېښنې مې ستا په باب په سر کې ګرځي
له خپل کوره تر بازاره لکه لاره
ته سکڼی سکڼی ماښام یې زما مخ کې
زما سترګې پرغباره لکه لاره
چرته یو خو به د ستا په طرف راشي
قدمونه پردي شماره لکه لاره
له ماښامه تر ماښامه تاته ګورم
له سهاره تر سهاره لکه لاره

د شاعر نور شعرونه ←