پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د لمر غاړه کې اوبه شو
لـکـه واوره د لـمـر غـاړه کې اوبـه شــو
موږ لویـدلـو کې له هر لورې پاخـه شــو
محبت سپيڅلی څرک له ژوند ورک شوی
تش ژوندون شولو، په زړونو کې واړه شو
د خـیـالونو هـغـه لوړ مـزي را لـنـډ شــو
احساسات د خوږ زړګي له موږ په تله شو
د جـانـان او د ارمـان خــبـرې هــېـرې
بې دردۍ پر سپېره ډاک باندې ویده شو
د لـوړ بــرم او د دستـار سـرونـه تـللي
له بـاور او نـږدیـتـوب لـري سپیره شو
وچـه للـمه کې یـې وچ تـخم راشیـن کړ
د باران څاڅکی به ژوند شو وریـده شو
پـه ودونـو مـو تـر سـهـاره وې سنـدرې
موږ به مینې په نوم سترګو ته رانجه شو
د مـشـرانـو پر جـرګـو بـه سره یـو وو
د ګاونـډ د دسیـسو پـر لاره پـړه شـــو
د اټـکل او انـګېـرنـې حـس اسمـان کـې
کوز پر خپله ځمکه هر لور ته ړانده شو
هاجـرې لوړو تـاترو یـوو اوسیدونکي
پورته غرونو پر سرونو به راشنه شو