د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1789 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

د وياړ یادونو په منظر کې

د وياړ یادونو په منظر کې
د ویاړ یادونـو په مـنظر کې لکه لـمر ولاړه
د طوفانـونـو وړاندې تل یم پر سنګر ولاړه
غرونه اسمان ته ژاړي باز شاهین يې والوځول
د نـاتــارونـــو لــه سـتـمـه یــم پــر تــړ ولاړه
خـاورې تـه اور مې ناشولته له بهـره راوړي
له ګاونډ شرمخ او لیوه ته یم پر برم ولاړه
ده انـګـېرنـه تـل کمـزورې ډاډ مـو و بـایـلوده
خپلو بجو پـر ځواک باور کې یم پر زغم ولاړه
د څېـړو پـاڼـو کې اغـزي د دښمن ګاټي سیزي
ګاوزو ښـکر لکه تـیـشـه یـې پـر ځیګر ولاړه
هوسۍ و سوۍ تریته په ځغاسته سمه لار ورکوي
ټـاټـوبـي هــر ژوندی نیزه یې شي پـر سر ولاړه
تـیارو پـه تـل کې نـابـبره ستـوري و ځلـیـږي
راټول یو ځل به شي سپوږمۍ ورته پر ټل ولاړه
هاجرې ازاد خیال اوسیدونکی دا ارمان خپلوي
د رندانه همغږۍ غږ تـه پـر مـورچـل ولاړه

د شاعر نور شعرونه ←