افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1785 شاعران11101 شعرونه
د شپو له زړه وتلې روښنایې
د شپو له زړه وتلې روښنایې
موږ د شپو له زړه وتلې روښنایې یـوو
په تـړونـو کې د غـرو مـو زرغـونېـږو
لـه لـمنـو نـه یـې زهــر ټـولــوو مــوږ
لمـر زریـنو وړانګو څانګو کې ځلېـږو
سـاه مـو نـغښتې د هـوا هــره څـپـه کې
د پردو مـخ تـه پرخپل ځواک تل درېږو
زمـوږ لورته د ښکیلاک لاسونه شنډ ځي
کـوږ عـمـل ته یې مرۍ کې زهـر کـېږو
تـورو خـاورو کې یـوو پـټ بهر نه ښکارو
ټـيټ نظر ته یې بیا اور یـوو ور خـورېږو
زمـوږ خــټـه محـبــت کـې اغـــږل شــوې
کرکجن لاس ته يوو تيزاب ليمو ته يې لوېږو
افـغـان خـاوره د سـرکښ بـچیانـو مـور ده
ازادۍ غــــږ تــه تــر هسک نه ايسارېـږو
کـوم واکـــدار پــه جـبـر نـه دی پــايــدلاې
چې ولسـونـه مـو راضي وي پـرې ټـولېږو
هاجرې ميندې د دې خاورې په يو غږ وايې
دې اسـلام راکــړي حـق تــه بـه رســـېږو