افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
کریغې
تیارو هره ورځ
د زاړه دېوال پر سر
نوې پخڅه ايښوده
دننه، په کلا کې
زړه تنګون په ډیرېدو وو
یوې لور له پلار څخه
قلم غوښته
مور په شکاره کې
ډوډۍ و نه مونده
پلار د کلا دېوال سوری کړ،
چې رڼا راوړي
خو
له دېوال هاخوا
سوځنده دښتو
پاک وخوړ
باد، له ډیره غمه،
سر شکاوه
کریغې یې د خان
تر ماڼۍ ورسېدې
خان غوږونه کاڼه واچول
پر شیطان یې لعنت ووایه
او توبې یې ایستې
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن
۲۰۲۶/۸/۱۴
ــــــــــــــــــــــــــــ
*شکاره: د ډوډۍ شکور