د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1785 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

لیمه پرې ځلېده

‎هـر ګل چې غــوړیـده دلـتـه لـیمه پرې ځـلېـده
‎د کــور پــه دیــوالـه کــې محــبــت راور ېــده

‎ ولـس و پـنـځېدو ته بـیټ نیکه په دوعا سر وو
‎دا خـاوره شـوه خـړوبـه سـره لعلونـه ټـوکـېـده
‎د زړه پــه بـایـلـونه کې مـیـنـه افـســانـه شــوه
‎ادم خــان د ربـاب غــږ دورخــانـۍ تـه رسـېـده
‎یو ځواک و او یو واک ولس پر خپله زمکه ټول وو
‎پـرهـره لویشت نرګس او غاټول یو ځاې غوړېده

‎چې راغـلله تيـاره تور دیوان راځنې تاو شـــول
‎د خـاوري بچي تل هر تـاړاک برید ته درېـده

‎روښــان بایـزیـد ولـيـدل ظلـمـونـه شــو سـالک
‎ښکاري په دام، تلک افـغـان لا هم نه پوهـېده

‎ګاوند کې ښکېلاک ګر موږ ته بـلا وزيـږوله
‎یـوې ورځـې تر بـلې یـې زیـانــونـه ډیـرېــده
‎هاجرې! د امان پـاچا تـاريخ چې بیا پیل نه شي
‎له ګـوډ مـولا، ملګرو یې ولس تر اوسه زورېده

د شاعر نور شعرونه ←