د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1789 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

د سرونو په بایللو ازادي

د سرونو په بایللو ازادي
مـوږ د ســرونـو په بـایلـلو ازاد ژوند ګـټـلی
پـردي پـالـو بې ارزښــتـو بـیا وړیا بـللی

د یـووالـي بـرم مـو احـمـد شــاه و ځــلولــو
خو بې خـونـده تور لاسونو زلبلن ښودلی
اوس دا خاوره پر یو موټي افغان غږ کړي
را رسبږئ نیم ژواند تن مو له کمره ښویدلی

هر لورې وسوسو کې د شیطان اهریمن لاس
پـه بـیدار ذهـن به مومي د بریـا سپین څلی
لـوړ مـرام یون ته اړتـیا په تـونده مـنډه
ازادي مـو د ژونـد سـاه ده، دی یقین کوټلی

هاجرې! د استقلال ګټل دې تل وي مـبارک
د امـان شاه امـانـت کې هـر افـغان غـښـتلی

د شاعر نور شعرونه ←