افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1789 شاعران11101 شعرونه
خالي څوکۍ
یو بوډا
د پارک په یوې زړې څوکۍ ناست دی.
امسا یې
لکه د عمر وروستی وفادار ملګری،
تر څنګ ولاړه ده.
شونډې یې موسکۍ دي
لکه له لیرې یې چا نوم اخیستی وي
.
باد راشي
د ونو پاڼې وخوځوي.
بوډا سر پورته کړي
خو هېڅوک نه وي
یوازې ماښام وي
اوږده سیوري
او د تېر عمر پلونه
.
بوډا ورو پاڅید
امسا یې راواخیسته
چوکۍ ته یې وکتل په لړزیدلی غږ یی وویل :
«سبا بیا راځم …»
خو څوکۍ غلې وه
ځکه هغه پوهیده
چې ځینې سباګانې
هېڅکله نه راځي