پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
له کوره تللي پردیس لالي ته
موږ د یو ګلبوټي څانګې او ګلونه
هره څانګه کې څو رنګه او رنګونه
د دونیا ناخوالو لرې تل بې نیاز وو
ها خوږې شیبې اوس بیا راپنځوومه
په تیاره او په رڼا دې یادومه
هر سبا لیمې ستا یاد کې غړومه
پر هر لور دې د ژوندون بڼ شه خیرازه
لار کې پاتې هر یو منډ دې ښکلوومه
زما سترګې اوس په هغه لور غړیږي
په کې پټ دې د پښو منډ تت ښکاریږي
لا د تن په خوشبویې دې ژوندۍ پایم
ګل پر پاڼو عطرو بنګ دې بویومه
روح له تنه مې وتلو چې ته تللې
پر اسمان د زړه مې وریځې خوریدلې
له هسک ښکته زمکې پورته په هوا وم
غږ ښکالو دې له شپیلۍ راټولوومه
خوږ ټاټوبی مې ویجاړ دی بې لتا
سیلۍ سوزي چاپیریال تنګ او بې ساه
د دیوانو تور لاسونه را اوږده دي
د ژغورنې ګودرونه سموومه
پر زر خیزه خاوره پروت راته ښامار دی
له هر لور مو سټولو ته روان دي
په چوپړ کې د پردو دې خپل هیر کړی
را ستنیږه دا سفر نور لنډومه
پرکالۍ درانه لیمڅي لاندې ویده یوو
د خیالونو ستورو ستورو کې پراته یوو
پاڅولو په جټکه کې یو لټون ته
یون چټک لکه بریښنا را ښورومه