افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1796 شاعران11101 شعرونه
څرخېدونکې مرغۍ
څرخېدونکې مرغۍ
ــــــــــــــ
ډوډۍ یوه ده
او
وږي ! زرګونه ……
لاسونه !
د یوې مړۍ په تمه
یو په بل پسې اوږدیږي
لکه د تږو غنمو ریښې
چې د اوبو په لورغځیږي
ډوډۍ
د لاسونو منځ کې
لکه سرګردانه مارغه څرخي
ځینو ته یې سیوری
ځینو ته یې عطر
او ځینو ته یې تش شمال رسيږي
او ځیني غلی ناست دي تش ورګوري
.
کلونه کېږي
ډوډۍ مانا د ژوند
او ژوند د ډوډۍ بیه ګڼل کېږي.
اوف
انسان!
څومره
له انسانه لیرې کیږي