د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1785 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

د وخت لاس کې نانځکه

زه دوخت لاس کې را ایساره یم نانځکه یم
درنې څپـېړې پر مخ خورمـه که نازکه یـم
تندریزې سیلۍ شور مې مخ تمبې سـوزوي
زما د پلور سودا مې تره کړي بې بابکه یم
مخ پر وړاندې نړۍ ځي د عروج لاره وهي
زه د تـیاره ذهـن بنـدۍ پـرتـه پر زمـکه یـم
سربداله ژوند کړم تنګه نور یې نه غـواړمه
ځانته کړم پورته شه زه کلکه تـر هـلکه یم
زلبلن زړه مې لمبه دی وايې شورجوړ کړمه
خو تـړل شــوې یـم پـر کور زه له ملکه یم
غرونه که لوړ دي پر سر لار لري خبر اوسئ
د پـيـوستون غـږ تـه ولاړه تـر اټـکــه یــم
ګاونډۍ هوابازانې کـړی بـريـدونـه پـرمـوږ
پـه ځوابي غـبرګون کمزورې بې درکـه يـم
مسـلمـان پـه نــوم لـه امـر د الله لـرې ځـي
د قـرآن پـیل کې پـه اقـرا ویـلـو کلـکه یـم
اسـمـانـي کـتـاب قــران لـه ايـت مـخ اړوي
داسـې واکـدار ګـوښـه کیـدو پـلـوۍ ځکه یم
دی مـې راتلونکې ډوبوي له ما قلم اخـلي
لکه بـيــبـو زه د بکـوا دښـته کې ورکـه يـم
هاجرې د ولس قارهر زورواک راغورزولی دی
دوي رڼا څرک وژني تيارو ته هـکه پـکه يـم

۲

د شاعر نور شعرونه ←