د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1789 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

افغانه مور وایې

زه خـپـلې مـور یـمـه روزلـې محـبـت زانـګــو کې
زه یـمـه روږدې د خــوږې غــیـږ پـه للـو للـو کې
د خـواخوږۍ او مینې شور مې پر زړګي پـاتې دی
پر لـمر مـيينه سپـوږمۍ تاوه ځـي تـودو شـغــلو کې
رب (ج) په خلقت کې د انسان خټه پر عشق لمده کړه
د انـساني ژونـد د پایـښـت خـونـد پـه جـلا رنـګو کـې
اوس یـم افـغـانه مـور اولاد مې خـپـل روزلی داسې
يو مـوټي خـاورې په سـاتـنه، د جـګـړې په شپـو کـې
زمـوږ پـه دود کې نـه وه کـرکـه ځانـځانـي ناپـيژاند
خـو دا بـلا له دوښمـن راغــله په تـرخـو شـيـبو کې
چـې اهــریـمـن یـې ډوبـوي د بـېـوسـیـو حـــد دی
لا تـنکي ژڼـي مـو رالویږي د شـیطان په پښو کې
لـه خـاورې لـرې، چـې پردو ته ځان نږدې وګڼي
هغوي د ولس له نظر پریوځي، تل شک څپو کـې
هاجـرې اوبه یـوو د یو سین په ډانګ بیلیږو کله
مـوږه ګـلان د یـو ګلـبـڼ پـه بـیلا بـیـل رنګـو کې

د شاعر نور شعرونه ←