افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1789 شاعران11101 شعرونه
جکړ وهلې توتکۍ
د جـکـړونـو، طـوفـاني سیـلـۍ وهـلـې یـمـه
يم تـوتـکۍ لـه خـپـلې ځـالـې تـرولې یـمـه
تناب د عـقـل مې لا دومره غښتلتیا نـه لـري
تـورو دیـوانـو طلـسمـو کې پرځــولې یـمه
خـټیـنه ځـاله کې مې زر او مرغـلرې پـټې
غړه وم سترګې خـو ړنـدو کې شمېرلې یمه
د خپلې خاورې سپېڅلتیا ته بچي ژمن نه شولو
خـپلـو کې غـله شـول نـاهـيـلیـو بيا زپـلې یـمـه
هغه د لـمر په څېر رڼا چې يې تر ولس رسیـده
ګټه ترې نور اخلي اوس دې حال ربړولې يـمه
نـن د افـغـانې مـور بـچي دوښمن لمن ته لويږي
دې نـاشـولـتـو زه هــر لـورې ځـغــلولې یـمه
لـوڼـه تـورتـم ته ټـيل وهي راتلونکې تـپـه تـیاره
د انساني ژونـد له دایـرې نه یې غورځولې یمه
هېواد مې تخت د سلیمان(ع) دی پرديپال نه پریږدي
تـرې را رغــړېـږي تـجــربـو زه پــوهـــولـې یــمـه