د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

نعت شریف


ســـــــــــتا د روضـې پـه تمـه یمـه نبـي
ځـــــان تـه مـې غـواړه ګنـي مرمـه نبـي

چـــــــرته بـه زه دې شـم خاکروبـه کنـه
ســـــتا د کــــــــوڅې ارمـان کومـه نبـي

بېــګاه پــه خـــوب کــې زه درغلــې ومــه
پـه مـــــــــــــــدینه کـې ګرځېدمـه نبـي

د خــدای کــرم تــه پــه زارۍ ولاړه
ســتا د دیــدن چیغــې وهمــه نبــي

کــه راپېــرزو کــړ خــدای ســفر د حجــاز
خــاورې د ښــپو دې ښــکلومه نبــي

رب دې زمــا کاملــې ســوال قبــول کــړي
چــــــــــــې د اسـام پـه لاره شـمه نبـي

شاعره: کامـــله طــاهـــر

د شاعر نور شعرونه ←