افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
محبت کې تاوان
دا چـې تېـر وخـت پسـې ارمان پـه کار دی
داسـې ځــــوانۍ پسـې خفګان په کار دی
پـه دغـه ځمــــــــــکه ډېر سـتم شـوی دی
پـه دغـــــه ځمکـه اوس بـاران پـه کار دی
نـن یـــــــــــــــوه ښـکلي پـه ژړا کـې ویـل
ژونـد تېــــــــــــرولو لـه جانـان پـه کار دی
پـه محبـت کـې ګټـــــــــه یـو سـاعت وي
پـه محبت کــــــــــې خـو تاوان پـه کار دی
کاملـې کـوز یـې کـړه نـور بـس لـه شـونډو
کامـــــــــلې ماتـه دې پیـزوان پـه کار دی
شاعره:ڪامله طاهر