د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

بېلتون



بېلتــون دې راتــه ورېبــل رګونــه د زړګــي
نــري، نــري مــې خېــژي فریادونــه د زړګــي

خـود بـه بـې ځوابـه پاتې کېـږي چې تـه لاړې
حل شـــوي چرته هم نه دي سـوالونه د زړګي

تـه راشـه کنـه زړه مـې پـړک بېلېږي درپسـې
تــه راشــه کنــه وامــې وره غږونــه د زړګــي

لـه هـــرې خـوا نـه وګـوره سـوری دی پـه بڼـو
راوړي مــې دي تاتــه تصـــــــویرونه د زړګــي

کاملې ستـــــا په سـترګو کې ځلېږي لکه لمر
کاملــــــــې تــا لیدلــي دي دردونــه د زړګــي

شاعره: ڪامله طاهر

د شاعر نور شعرونه ←