افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ته نه وې
جــــــانانه اندېښــــــــنې وې او ته نه وې
په ویر د هــــــــجر شپې وې او ته نه وې
پـه زنـه مــــــــــــــــــې وهلـي وو خالونه
پرون مې شـونډې سـرې وې او ته نه وې
زمــا د ارمانونــو قتـــــــــــــــل عــام و
څــه غبرګــې جنــازې وې او تــه نــه وې
د ننــګ کیســې دې پرېــږدوه ســړیه
پـه وینـو سـرې کــوڅې وې او تـه نـه وې
کامــــــــــلې پښــتانه ســره یــو ځــای وو
څـه بـل شـانتې لمحـې وې او تـه نـه وې
شاعره: ڪامله طاهر