د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

ارمان



قــســـم دی ارمانونــه درپســې کــوم او ژاړم
یــه ځــــــــانه اوازونــه درپســې کــوم او ژاړم

یــه بخــــــــــته مــروره درنــه بېرتــه یــم روانــه
پــه کاڼــو ګـــــــوزارونه درپســې کــوم او ژاړم

ماښـامه څـه پـه ګرانـو مرحلـو دې اموخته کړم
ســــــحر دی او اهونــه درپســې کــوم او ژاړم

وطنـــه ســتا کوڅــې رانــه بیخــي هېرېــږي نــه
څــه بــل رقــم ویرونــه درپســې کــوم او ژاړم

کاملـې ستــــا دیدن پسـې بیخي یمـه بدحاله
کاملــې ماتمــــــــــــونه درپســې کــوم او ژاړم

شاعره: ڪامله طاهر

د شاعر نور شعرونه ←