افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
سترګې راواړوه
مینـه ړنـــــــده ده بـې له تا راتـــــــه هېڅ نه ښـکاري
د زنـې لانـدې دې خــــــــــــــــالونه پښـتانه ښـکاري
تـر ســپوږمۍ سـپینې ای واورینـې جینۍ تاتـه وایم
پـه خــــــــورو زلفـو کـې دې اېـغ او نېغ باڼه ښـکاري
مړې له شـــــــــــوخو مستو سترګو دې ما لرې ساته
پـه هـر یـو رنګ کـې دې څه بـل رنګه خواږه ښـکاري
زر، زر لاسـونه رانه تاو کړه ګنــــــــــــي مرم درپسـې
پـه نرمـــــــــو شـونډو دې خـورې ورې اوبـه ښـکاري
ستـــــــــرګې راواړوه پـه تلـو کـې خـو یـو ځـل کاملې
تاتـه زمـا دا ارمانونه هــــــــــــــــــــــــــم واړه ښـکاري
شاعره: ڪامله طاهر