افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
د ژوند ګامونه
شـپه ټولـه تېـره کـړم داسـتا خـوږو یادونـو سـره
ســلګۍ وهمــه تــر ســهاره تصویرونــو ســره
تـه خــو زمـا د زړه دنیـا یې ځـان به ځار کـړم له تا
نه دې بــــــــدلوم د بدخشان د سرو لعلونو سره
کـه راخــــــــطا شـولې او مینـه دې زما واخیسـته
نـو بیـا به درشمــــــــــــه نغمو او له سـازونو سـره
د ګل وجــــــــود د خوشبویې دې چاته نه وایمه
بـس زندګـــــــــي ده تېـروم یې سـتا یادونو سـره
د بېلتانـه د درد شـرابو رانـه هېـر چـې نـه کـړې
په مـــــــــــــیکده کې یمه ناسته له جامونو سره
کاملـــــــې راشـه درتـه وښـایم دا مـات زړګی مې
کاملـې چـــــــېرته کېږي زور د ژوند ګامونو سـر
شاعره:کامـــله طــاهـــر