د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

سندرو کې دې ستایم



دا ستــــــــــا د محبـــــت د ژونـد کتـاب راسـره نشـته
سنــــــــــدرو کـې دې سـتایم خـو رباب راسـره نشـته

چـــــــــــــــــــــې زه به بې لـه تانه زندګي څنګه کومه
دا چـــــــــــــا ویـل د دغـه سـوال ځواب راسـره نشـته

زمـا پـه لـــــــــــــــــیدو چرتـه سـرګردانه نشـې ګرانـه
مــــــــــخ پـټ کړمـه کـه څـه وکړم نقاب راسـره نشـته

غټ سـترګیه سـتا له یو نظر نه ټول ښـکلي لوګی شه
دا ســــــــتا د تصـــــــویرانو هېڅ حساب راسره نشته

هغــه بخیــل دې واوري کاملــه ده لکــه ګــوړه
خــــــــــــوږه ده د سـتایلو یـې کوم باب راسـره نشـته

شاعره: ڪامله طاهر

د شاعر نور شعرونه ←